د بدن ښکلا برخه کې افغان لوبغاړي علي بلال «د۲۰۲۶د بدن ښکلا» سیالیو کې د فزیک برخه کې دویم مقام خپل کړ او د سپینو زرو مډال یې وګاټه. د بحث پر مهال د اروپايي ټولنې پخواني استازي مایکل سمپل وویل، پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو واک ته رسېدل د خپلې ستراتېژیکې بریا په توګه لیدل او هیله یې لرله چې په کابل کې به یو همکار حکومت ولري، خو د هغه په وینا، وضعیت برعکس شو. سمپل وویل، اسلاماباد غوښتل چې په افغانستان کې د هند نفوذ محدود شي او له افغان خاورې پاکستان ته امنیتي ګواښونه پای ته ورسېږي، خو اوس هند له طالبانو سره ښې اړیکې لري او په پاکستان کې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی. د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخواني لوی مفتش او د «ښې حکومتولۍ فورم» مشر سید اختر علي شاه وویل، د پاکستان دریځ دا دی چې د تحریک طالبان پاکستان مهم مرکزونه په افغانستان کې دي. د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې هم مخکې په افغانستان کې د ټيټيپي، القاعدې او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د حضور یادونه کړې ده. اختر علي شاه ادعا وکړه چې دغه ډلې په افغانستان کې د پناه ځایونو، د جلب او جذب شبکو او مالي سرچینو په لرلو سره پاکستان کې بریدونه تنظیموي. بلخوا، د کابل پوهنتون…
Quick facts
Timeline
-
AF International
افغان لوبغاړي علي بلال د ۲۰۲۶ کال د بدن ښکلا المپیاد نړۍوالو سیالیو کې دویم مقام وګاټه
Sources
Afghan sources
افغان لوبغاړي علي بلال د ۲۰۲۶ کال د بدن ښکلا المپیاد نړۍوالو سیالیو کې دویم مقام وګاټه