د الجزیرې «انسایډ سټوري» پروګرام کې ګډونوالو ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ روان کړکېچ یوازې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) له فعالیتونو سره تړاو نه لري، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالې بېباورۍ، اختلافاتو او امنیتي سیالیو دوام هم پکې مهم رول لري. د راپور له مخې، د «جېاېډبلیوبرېکر» په نوم دغه اووه کسیز ټیم د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۲۶مه د پنجشېر درې ته ورسېد. غړو یې له ځان سره میلیونونه ډالر نغدې پیسې هم وړې وې، څو له افغان متحدینو سره د القاعدې او طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ځواکونو په جلب او سمبالولو کې مرسته وکړي. د دغه ټیم دنده د استخباراتي معلوماتو راټولول او د هغو امریکايي عملیاتو لپاره د زمینې برابرول وو چې تمه کېده ډېر ژر به د القاعدې او طالبانو پر وړاندې پیل شي. دا مهال د شمالي ټلوالې پوځي مشر احمدشاه مسعود د القاعدې د دوو غړو په برید کې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو یوازې دوه ورځې مخکې وژل شوی و. هغه روسی جوړ «مي-۱۷» هلیکوپټر چې دغه امریکايي ټیم یې افغانستان ته راوستی و، اوس د سياېاې په مرکزي دفتر کې ساتل کېږي. دغه الوتکه له پراخ ترمیم وروسته بېرته هغه بڼې ته نږدې شوې چې په ۲۰۰۱ کال کې یې لرله. د سياېاې پخوانی افسر ډېوېډ ټایسن، چې څو اوونۍ وروسته په افغانستان…
Quick facts
Timeline
-
AF International
شنونکي: د پاکستان او طالبانو اختلاف یوازې د ټيټيپي پر مسله نه، تاریخي بېباوري هم لري
Sources
Afghan sources
شنونکي: د پاکستان او طالبانو اختلاف یوازې د ټيټيپي پر مسله نه، تاریخي بېباوري هم لري