HealthKabulافغانستانپښتو

د کابل یو شمېر ښاریان د غږیزې ککړتیا کمېدو لپاره د جدي اقداماتو… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-27 11:37:07🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): د کابل اوسېدونکي په دغه ښار کې له غږیزې ککړتیا شکایت کوي، خو کارپوهان وایي چې دوامداره غږیزه ککړتیا د خلکو پر ارام، خوب او تمرکز ناوړه اغېز کولی شي؛ په همدې حال کې د کابل ښاروالي او د مرور شرطې ریاست وايي، زرګونو لوډسپېکرونه یې ټول کړي او له هغو موټرو او موټرسایکلونو سره قانوني چلند کېږي چې لوړ غږ لرونکي هارنونه او سلنسرونه لري. غږیزه ککړتیا هغو ناغوښتل شوو او ځوروونکو غږونو ته ویل کېږي چې د انسان پر سکون او روغتیا ناوړه اغېز کولی شي. د افغانستان د چاپېریال‌ساتنې ملي ادارې پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې غږیزه ککړتیا د صنعت، ټکنالوجۍ او نفوس په زیاتېدو سره د لویو ښارونو یوه له جدي ستونزو ګرځېدلې ده. د کابل ښاروالۍ هم غږیزه ککړتیا د هوا ککړولو ترڅنګ د ښاري ژوند له ننګونو او د ښاریانو روغتیا ته له ګواښونو بللې او ویلي یې دي چې دغه پدیده د خلکو پر جسمي او رواني روغتیا منفي اغېز کولی شي. د کابل اوسېدونکي: غږونه او شورماشور مو ارامي ګډوډه کړې ده د کابل د قلعه زمان‌خان اوسېدونکې زرغونه غفارزاده پژواک ته وویل، له دې امله چې کور مو سړک ته نږدې دی، د موټرو، موټرسایکلونو او د لوډسپېکر لرونکو کراچیو تګ راتګ، په ځانګړي ډول د شپې له خوا، ډېر مزاحمت ورته کوي. هغې د ځینو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-27 11:37:07

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د کابل یو شمېر ښاریان د غږیزې ککړتیا کمېدو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-27 16:03:50

د کابل یو شمېر ښاریان د غږیزې ککړتیا کمېدو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button