Summary: د فراه ولایت د مرکز اړوند د خرمالق سیمې په ګرم اب کلي کې د شاوخوا ۲۰۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د مرمر ډبرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې. په دغه موخه جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم امر عبدالستار مسلم ویلي چې دغه کان پر ۲۰ هکټاره ځمکه کې موقعیت لري او د پنځو کلونو لپاره به ترې د مرمر ډبرې استخراج شي، چې په لومړي پړاو کې به شاوخوا ۵۰ زره ټنه مرمر استخراج شي. د فراه د کانونو او پټرولیم امریت د معلوماتو له مخې، په دویم پړاو کې به ۸۰ زره ټنه او په راتلونکو کلونو کې به ۱۰۰ زره ټنه مرمر استخراج شي او د هر ټن له استخراج څخه به د اسلامي امارت بودجې ته څه باندې ۴۰۰ افغانۍ عواید جمع شي. په دغه موخه جوړو شویو مراسمو کې د قراردادي شرکت مسوول ډاکټر جنت ګل جنتي ویلي چې له دغه کان څخه به هره ورځ له ۵۰۰ تر زرو ټنو پورې سپین مرمر استخراج شي او په لومړي پړاو کې به ۳۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همداراز، د مرمر د پروسس په برخه کې به په فراه او هرات ولایتونو کې په جوړېدونکو درېیو فابریکو کې ۱۳۲ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده، چې په فراه ولایت کې تر دې وړاندې د مالګې کان د استخراج چارې هم پیل شوې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
فراه کې د ۲۰۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د مرمر کان د استخراج چارې پیل شوې
سرچینې
Afghan sources
فراه کې د ۲۰۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د مرمر کان د استخراج چارې پیل شوې