Healthافغانستانپښتوهلمند

هلمند; په ګرمسېر ولسوالۍ کې نږدې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه… — Bakhtar

روان خبرHealthهلمند1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-27 16:57:18🎙 راډیو واورئ

Summary: د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر څارنې لاندې، د یونیسف په مالي ملاتړ د څه باندې ۱۰.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دغه شبکه کې د اوبو د تصفیې فلټر سیستم، د ۴۰ متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لرونکې کانکرېټي ذخیره، ۱۰۰ متره ژوره څاه، ۷۶۱۹ متره پایپونه، ۲۵۰ نل‌لیکې او ۶۷ د ۶۰۰ واټه لمریزې تختې شاملې دي. د یادې شبکې د جوړولو پر مهال لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د هغې په بشپړېدو سره د صفار سیمې ۳۸۳ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کوي. د یادونې وړ ده, چې له دې وړاندې هم د یادې ولسوالۍ په يو شمېر نورو سیمو کې ورته د اوبو رسولو شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

لنډ معلومات

ځایهلمند
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-27 16:57:18

مهالوېش

  1. Bakhtar

    هلمند; په ګرمسېر ولسوالۍ کې نږدې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-27 16:12:31

هلمند; په ګرمسېر ولسوالۍ کې نږدې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button