KabulNewsافغانستانپښتو

خبریالان: اطلاعاتو ته لاسرسي کې ځنډ او محدودیت د تبلیغاتو د مخنیوي او… — Pajhwok

روان خبرNewsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-28 06:52:02🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۵): اطلاعاتو ته د خبریالانو پر وخت، رسمي او کره لاسرسی کولی شي د اوازو او ناسمو معلوماتو خپرېدو په مخنیوي کې مهم رول ولري؛ خو خبریالان په ځینو مواردو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر مهال له ځنډ او ستونزو سره مخ کېږي چې له امله یې د ناتایید شوو روایتونو خپرېدو ته زمینه برابرېږي. اطلاعاتو ته د عامه لاسرسي نړۍواله ورځ هر کال د سپټمبر په ۲۸مه نمانځل کېږي. یونسکو په ۲۰۱۵ کال کې دغه ورځ ونوموله او له ۲۰۱۶ کال راهیسې نمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ هم په ۲۰۱۹ کال کې د سپټمبر ۲۸مه د «اطلاعاتو ته د عامه لاسرسي نړۍوالې ورځې» په توګه په رسمیت وپېژنده. د سلام وطندار راډیو خبریاله سودابه حیدري وايي، اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی د تېر په پرتله ښه شوی او ډېرې دولتي ادارې مشخص ویاندویان لري؛ خو لا هم ځینې ادارې د خبریالانو اړتیا وړ معلومات نیمګړي او یا هيڅ نه ورسره شریکوي او کله ناکله انتخابي ځوابونه ورکوي. هغې وویل، د رسمي معلوماتو په ترلاسه کولو کې ځنډ د دې لامل کېږي چې په ځینو مواردو کې خپل راپورونه پر وخت بشپړ او خپاره نه کړي. نوموړې زیاته کړه: «داسې ورځې هم راغلي چې له سهاره تر ماښامه مې پر یوه راپور کار کړی او ټول اړین معلومات مې راټول کړي؛ خو زموږ…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-09-28 06:52:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    خبریالان: اطلاعاتو ته لاسرسي کې ځنډ او محدودیت د تبلیغاتو د مخنیوي او اطلاع‌رسونې برخو کې ستونزې جوړوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-28 11:18:43

خبریالان: اطلاعاتو ته لاسرسي کې ځنډ او محدودیت د تبلیغاتو د مخنیوي او اطلاع‌رسونې برخو کې ستونزې جوړوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button