په بلخ کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د ازبکستان د خوارزم ولایت مرستیال والي په مشرۍ ۳۰ سوداګرو او صنعت کارانو دغه ولایت ته د سفر پرمهال د ګډو سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا په موخه له افغان سوداګرو سره ناسته کړې ده. د یاد سازمان په وینا، په ۲۰۲۴کال کې په افغانستان، جیبوتي، عراق، لبنان، پاکستان، سومالیا، سوډان، سوریه او یمن کې تر ۶۴۳زره ډېرې د نس ناستي او کولرا پېښې ثبت شوې وې چې له امله یې ۲زره او ۳۵۴ کسان مړه شوي وو. د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په سیمه کې د کولرا خپرېدا له بېلابېلو چاپېریالي، اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي لاملونو سره تړاو لري. د دغه سازمان په خبره، د روغتیايي خدمتونو کمزوري ظرفیتونه، څښاک اوبو او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی، په روغتیايي مرکزونو کې د انتانونو د مخنیوي کمزورې اسانتیاوې، د ادارو ترمنځ کمزورې همغږي او اقلیمي بدلون هغه مهم لاملونه دي چې د کولرا او نس ناستي د خپرېدو زمینه برابروي. دغه سازمان زیاتوي، چې بېځایه کېدل او د خلکو ګڼهګوڼه هم په ځانګړي ډول پر مخ وده هېوادونو کې د څښاک اوبو، روغتیايي خدمتونو او روغتیايي پاملرنې محدود لاسرسی رامنځته کوي او د ناروغیو د خپرېدو ګواښ زیاتوي.ورته مهال د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپرېدو په اړه په یو تازه راپور کې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د اقتصادي اړیکو پراختیا په موخه؛ په بلخ کې د ازبکستان او افغان سوداګرو ترمنځ ناسته شوې
سرچینې
Afghan sources
د اقتصادي اړیکو پراختیا په موخه؛ په بلخ کې د ازبکستان او افغان سوداګرو ترمنځ ناسته شوې