EnglishKabulPoliticsافغانستان

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خلکو سره اطلاعاتي معلومات شریکوي

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-28 10:15:35🎙 Listen to radio

د ستمبر ۲۸مه، معلوماتو ته د لاسرسي له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ په همدې مناسبت د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لورې معلوماتو ته د لاسرسي د اسانتیا او د خبریالانو او حکومتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتېدو ټینګار شوی دی. زمونږخبریال له کابله راپور راکړ،د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند حبیب غفران وايي، دغه وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخې کې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې روزنیز سیمینارونه جوړ کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده. نوموړی وايي، اړونده ادارې حکومتي اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخې کې د اړینو معلوماتو ورکولو ته ژمن دي او هڅه کوي چې د رسنیو له لارې لازم معلومات د خلکو په واک کې ورکړي. غفران له رسنیو هم غوښتنه کوي چې د مسلکي توب د کچې لوړولو لپاره لا ډېر کار وکړي او هغه خبرونه خپاره کړي چې د خلکو او هېواد په ګټه وي. بل لور ته، په کابل کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لورې معلوماتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه جوړه شوې وه. د دغې کمېټې مشر جمیل وقار وايي، د خبریالانو او حکومتي مسوولینو ترمنځ د معلوماتو شریکولو په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي. نوموړی زیاتوي چې په همدې موخه په تېره اوونۍ کې…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-28 10:15:35

Timeline

  1. Parstoday

    د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خلکو سره اطلاعاتي معلومات شریکوي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-28 10:09:02

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خلکو سره اطلاعاتي معلومات شریکوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button