Diplomacyافغانستانپښتونیمروز

نیمروز کې ۴۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول — Bakhtar

روان خبرDiplomacyنیمروز1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-28 17:03:00🎙 راډیو واورئ

Summary: د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو مدیریت له لوري د وارداتي تېلو له ارزونې، نمونه ‌اخیستنې او کیفیت کنټرول وروسته، ۴۳ ټانکره پټرول او ډیزل بې‌کیفیته تشخیص او بېرته ایران ته مسترد شول. د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو عمومي مدیر مولوي نعمت‌الله «طلحه» ویلي، چې دغه ۴۳ ټانکره تېل د موظف پلاوي له لوري د نمونه‌اخیستنې او کیفیت تر ارزونې وروسته بې‌کیفیته تشخیص شوي او بېرته ایران ته مسترد شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې یاد تېل د کنټرول او کیفیت ادارې په لابراتوارونو کې له بشپړې ارزونې وروسته د ټیټ کیفیت لرونکي ثابت شوي، چې له همدې امله بېرته مسترد شوي دي. د نیمروز د نفتو او ګازو عمومي مدیر له ټولو سوداګرو غوښتي، چې شخصي ګټو ته پر ملي ګټو لومړیتوب ورنه کړي، باکیفیته تېل هېواد ته وارد کړي او د بې‌کیفیته تېلو له واردولو ډډه وکړي. هغه ویلي، چې له ایران څخه هېواد ته د واردېدونکو تېلو د کیفیت ارزونې بهیر په جدي توګه روان دی او ټول هغه نفتي توکي به بېرته مسترد شي، چې د ټاکل شویو معیارونو مطابق کیفیت ونه لري. د نیمروز ولایتي ادارې مسوولینو ټینګار کړی، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي، څو په ناقانونه توګه یا بې‌کیفیته توکي هېواد ته وارد کړي.

لنډ معلومات

ځاینیمروز
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-28 17:03:00

مهالوېش

  1. Bakhtar

    نیمروز کې ۴۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-28 15:59:37

نیمروز کې ۴۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button