Healthافغانستاندری

پکتیا کې د نږدې ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت د طبي او غیرطبي… — Bakhtar

در حال تکمیلHealth1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-28 17:03:05🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ او د هلت‌نېټ موسسې په همکارۍ، د نږدې ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۸۴ قلمه طبي او ۱۵ قلمه غیرطبي وسایلو مرسته وشوه. د پکتیا مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور د یادو وسایلو د سپارلو پر مهال وویل، چې د ولایت په روغتیايي برخه کې د شته ستونزو د هواري لپاره هڅې روانې دي او روغتیايي مرکزونو ته د نورو اړینو وسایلو او تجهیزاتو د برابرولو هڅې هم کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې په مرسته شویو توکو کې د نویو زېږېدلو ماشومانو او لویانو د درملنې اړوند بېلابېل طبي وسایل شامل دي، چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه کولو کې به ترې ګټه واخیستل شي. هغه له روغتیايي مرکزونو او روغتونونو له مسوولینو او ډاکټرانو وغوښتل، چې د ناروغانو غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. ورته مهال، د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ډاکټر معراج‌ګل عادل باختر اژانس ته ویلي، چې ترلاسه شوي وسایل به د پکتیا حوزوي روغتون، د زرمت، اریوب او څمکنیو ولسوالیو روغتونونو او د ولایت په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې پر روغتیايي مرکزونو ووېشل شي. د نوموړي په وینا، د عامې روغتیا وزارت په هڅو د پکتیا حوزوي روغتون لپاره د سي‌ټي‌سکن ماشین هم برابر شوی او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. هغه وویل، چې د دغه ماشین په فعالېدو سره به د پکتیا ترڅنګ د سوېل‌ختیځ زون ناروغانو ته د تشخیص اسانتیاوې برابرې او د درملنې لپاره د هغوی د سفر ستونزې تر یوه بریده راکمې شي. په همدې حال کې، د هلت‌نېټ موسسې د پروژې مدیر حفیظ‌الله ملنګ ویلي، چې په دې مرسته کې د روغتیايي کارکوونکو او ناروغانو لپاره طبي جامې او نور اړین تجهیزات هم شامل دي، چې روغتیايي مرکزونو ته به ووېشل شي. د نوموړي په خبره، دغه موسسه په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې د شاوخوا ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت نور طبي وسایل هم برابر کړي.

اطلاعات کوتاه

موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-28 17:03:05

خط زمانی

  1. Bakhtar

    پکتیا کې د نږدې ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت د طبي او غیرطبي وسایلو مرسته وشوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-28 13:04:38

پکتیا کې د نږدې ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت د طبي او غیرطبي وسایلو مرسته وشوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button