Summary: د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ او د پکتیا د ګردې څېړۍ ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه مرګونې دښمني د علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده. د معلوماتو له مخې، د دغې اوږدې دښمنۍ په ترڅ کې د دواړو کورنیو ته مالي او ځاني زیانونه هم اوښتي وو. مسوولینو د ورته شخړو د سوله ییز حل لپاره د قومي مشرانو او اړوندو ادارو د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ. د یادونې وړ ده، چې د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ اړوند په ملیل کلي هم د دوو کورنیو ترمنځ دښمني علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
اطلاعات کوتاه
مکانخوست
موضوعNews
منابع1
بهروزرسانی2026-09-28 17:03:07
خط زمانی
-
Bakhtar
خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني پای ته ورسېده