EnglishKabulافغانستانامنیت

د ایران سفیر: ایران له افغانستان سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخوي — AF International

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-01 11:48:36🎙 Listen to radio

په افغانستان کې د ایران سفیر، علي‌رضا بیکدلي ویلي چې تهران غواړي له کابل سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې او پیاوړې کړي. عبدالسلام حنفي د صنعت او کانونو اونۍ پنځم نړۍوال نندارتون په پرانیستې مراسمو کې وویل، چې ګاونډي هېوادونه دې له افغانستان سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او خپله انرژي دې د جګړې او تخریب پر ځای په پرمختګ او د ملتونو په جوړولو ولګوي. هغه دا هم ویلي: «هیڅ ګاونډی نه‌شي کولی بل له‌منځه یوسي، ان که یو پیاوړی او بل کمزوری هم وي». نوموړي‌ د کوم هېواد نوم وانه‌خسیت؛ خو د خبرو ډېره اشاره یې پاکستان او د هغه هېواد وروستیو بریدونو ته وه.نوموړي یو ځل بیا وویل، دوی له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او ټولو هېوادونو سره پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي او خبرداری یې ورکړ که څوک په افغانستان کې مداخله او یا تېری کوي دوی به یې دفاع کوي. حنفي په همدې مراسمو کې ویلي، چې افغانستان دامهال د کانونو بېلابېلې زېرمې لري او د کورنیو پانګه‌والو ترڅنګ بهرني سوداګر دې په دې برخه کې پانګونه وکړي. نوموړي‌ ویلي، هڅه کوي افغانستان د وارداتي‌ پر ځای په صادراتي هېواد بدل کړي. حنفي زیاته کړه، چې دامهال په افغانستان کې د واک او زور جزیرې یې ختمې کړې او د نشه‌يي‌ توکو په وړاندې یې مبارزه هم جدي ده. د هغه…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-01 11:48:36

Timeline

  1. AF International

    د ایران سفیر: ایران له افغانستان سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخوي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-01 09:49:01

د ایران سفیر: ایران له افغانستان سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button