افغانستانامنیتپښتوکندهار

فطرت: څه باندې زر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول — 8am PA

روان خبرSecurityکندهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-29 07:10:53🎙 راډیو واورئ

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان طالبان وایي چې له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته ۲۵۳ کډوالې کورنۍ چې ۱۱۳۵ کسان پکې شامل دي، راستنې شوې دي. د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کډوال پرون له بېلابېلو لارو افغانستان ته راغلي دي. د فطرت په وینا، ۵۳ کورنۍ چې ۲۹۴ کسان کېږي، د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي. هغه زیاته کړې چې ۱۱ کورنۍ چې ۵۳ کسان کېږي، د کندهار د سپین‌بولدک له لارې افغانستان ته راغلې دي. د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي چې ۱۶۵ نورې کورنۍ چې ۷۰۵ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستنې شوې دي. د فطرت په وینا، ۲۴ کډوالې کورنۍ چې ۸۳ کسان کېږي، د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راغلې دي.

لنډ معلومات

ځایکندهار
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-29 07:10:53

مهالوېش

  1. Parstoday

    فطرت: څه باندې زر افغان کډوال هېواد ته ورستانه شول

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-29 07:03:40

فطرت: څه باندې زر افغان کډوال هېواد ته ورستانه شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button