زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان طالبان وایي چې له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته ۲۵۳ کډوالې کورنۍ چې ۱۱۳۵ کسان پکې شامل دي، راستنې شوې دي. د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کډوال پرون له بېلابېلو لارو افغانستان ته راغلي دي. د فطرت په وینا، ۵۳ کورنۍ چې ۲۹۴ کسان کېږي، د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي. هغه زیاته کړې چې ۱۱ کورنۍ چې ۵۳ کسان کېږي، د کندهار د سپینبولدک له لارې افغانستان ته راغلې دي. د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي چې ۱۶۵ نورې کورنۍ چې ۷۰۵ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستنې شوې دي. د فطرت په وینا، ۲۴ کډوالې کورنۍ چې ۸۳ کسان کېږي، د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راغلې دي.
اطلاعات کوتاه
مکانکندهار
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-09-29 07:10:53
خط زمانی
-
Parstoday
فطرت: څه باندې زر افغان کډوال هېواد ته ورستانه شول