په نیمروز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکړی، چې د زرنج ښار په درېیمه حوزه کې د یادې ډلې ځواکونو د انساني قاچاق ۳ پټنځایونه کشف کړي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د عملیاتو پرمهال تر ۱۰۰ ډېرو مساپرو د قاچاق مخه نیول شوې. د دغه قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، په عملیاتو کې ۵۸ میله وسلې او پوځي تجهیزات هم د طالبانو لاس ته ورغلي او په سیمه کې لا هم تصفیوي عملیات روان دي. د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، دوه ورځې وړاندې د سهار شاوخوا شپږ بجې شاوخوا ۴۰۰ د داعش او «شر او فساد» وسلهوال د پاکستان له لوري د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د ګوردېش درې ته داخل شول چې د طالبانو ځواکونو یې مخه ونیوله. طالبان خپلو سیاسي او وسلهوالو مخالفانو جبهو ته د «شر او فساد» کلیمه کاروي. محمدي ادعا کړې چې دغه کسان د «پاکستان د ملیشو له خوا» سیمې ته داخل کړل شوي وو او د طالبانو ځواکونو له لوري محاصره شول. نوموړي ویلي: «له ۳۰ زیات وسلهوال ووژل شول، ۵۸ کسان پکې ونیول شول او لس تنه پکې ټپیان دي.» د هغه په وینا، په نښته کې د طالبانو ځواکونو ۵۸ میله وسلې او نور پوځي تجهیزات هم ترلاسه کړي دي. محمدي زیاته کړې چې د کامدېش په…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالبان وایي په نیمروز کې ایران ته پر قاچاقي لارو د تګ پرمهال تر ۱۰۰ ډېر مساپر نیول شوي
Sources
Afghan sources
طالبان وایي په نیمروز کې ایران ته پر قاچاقي لارو د تګ پرمهال تر ۱۰۰ ډېر مساپر نیول شوي