د ناګویا اسیایي لوبې؛ معراجالدین چکمار خپل قرغزي سیال پر وړاندې ماتې وخوړه — AF International
د افغانستان د کورش ملي لوبغاړي معراجالدین چکمار د ۲۰۲۶کال ناګویا اسیايي لوبو په ۶۶ کیلوګرامه وزن کټګورۍ کې له خپل قرغزي سیال ماتې وخوړه او له یادو سیالیو بهر شو. د افغانستان کرېکټ بورډ د سپټمبر پر ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ابدالیان د اسیايي لوبو د کرېکټ سیالیو لپاره د جاپان د ایچي ولایت ناګویا ښار ته رسېدلي دي. د اسیايي لوبو د رسمي مهالوېش له مخې، د افغانستان او جاپان ترمنځ لوبه د سپټمبر پر ۲۴مه د سهار په ۹ بجو پیلېږي. افغانستان، جاپان او نیپال د نارینهوو د کرېکټ سیالیو په «الف» ګروپ کې شامل دي. د نارینهوو د کرېکټ په سیالیو کې ۱۰ لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. افغانستان، جاپان او نیپال په «الف» ګروپ کې او هانګ کانګ، مالیزیا او عمان په «ب» ګروپ کې دي. هند، پاکستان، بنګلهدېش او سریلانکا بیا د خپلو درجهبندیو له مخې په مستقیم ډول د سیالیو د پړاو اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار موندلې ده. د دواړو ګروپونو دوه غوره لوبډلې به هم د اتو غوره لوبډلو پړاو ته ووځي. افغانستان به له جاپان وروسته د سپټمبر پر ۲۵مه د نیپال پر وړاندې خپله دویمه ګروپي لوبه ترسره کړي. د دې دوو سیالیو پایلې به د دې په ټاکلو کې مهمې وي چې افغان لوبډله بل پړاو ته لار…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د ناګویا اسیایي لوبې؛ معراجالدین چکمار خپل قرغزي سیال پر وړاندې ماتې وخوړه
سرچینې
Afghan sources
د ناګویا اسیایي لوبې؛ معراجالدین چکمار خپل قرغزي سیال پر وړاندې ماتې وخوړه