EnglishPoliticsافغانستان

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: په تېرو درېیو کلونو کې ۶.۵ مېلیونه افغانان هېواد… — AF International

DevelopingPolitics1 SourcesUpdated: 2026-09-29 08:56:09🎙 Listen to radio

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خپل وروستي‌ راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له نیمایي د ۲۰۲۶کال د اګسټ تر ۳۱مې پورې شاوخوا ۶.۵ مېلیونه افغانان له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي‌ دي. د دوی په وینا، امریکا تر اوسه لږ تر لږه ۲۳ زره د درېیمو هېوادونو اتباع ۲۹ هېوادونو او سیمو ته لېږلي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۶مه، په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د امریکا د کډوالو د لېږدولو دغه ترتیبات د شکنجې، ناوړه چلند او جبري ورکېدو د خطرونو د زیاتېدو لامل شوي او د کډوالو د بېرته نه شړلو نړیوال اصل یې تر پښو لاندې کړی دی. کارپوهانو ویلي: «د امریکا د حکومت د دې تګلارې زیانونه نور یوازې احتمالي نه دي. دغه ترتیبات په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د سرغړونو لړۍ رامنځته کوي او د هغو هېوادونو له خوا چې د امریکا له خاورې شړل شوي کډوال او پناه غوښتونکي مني، د بېرته نه شړلو د نړیوال اصل د نقض خطر زیاتوي.» د کډوالو پر وړاندې د سرغړونو پراخ خطرونه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، د کډوالو د لېږدولو دغه ترتیبات یوازې د بېرته شړلو له خطر سره نه دي محدود؛ بلکې د خپل‌سرو او له نړۍ سره د اړیکو له پرې کېدو…

Quick facts

TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-29 08:56:09

Timeline

  1. AF International

    د کډوالۍ نړۍوال سازمان: په تېرو درېیو کلونو کې ۶.۵ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-29 05:36:55

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: په تېرو درېیو کلونو کې ۶.۵ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button