د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان ته د بهرنیو مرستو د کمېدو له امله، په دغه هېواد کې د ښځو په مشرۍ فعالیت کوونکي او د ښځو د حقونو مدافع ۸۲ سلنه بنسټونه د تړل کېدو له خطر سره مخ دي. دغو بنسټونو د بودجې له کمېدو، د خدمتونو له محدودېدو او د کارکوونکو له لاسه ورکولو خبر ورکړی دی. د دې بنسټونو یو شمېر د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره له داوطلبه او بې معاشه کارکوونکو څخه کار اخلي. د افغان غږ خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د « ښځو په مشرۍ او د ښځو د حقونو د مدافع بنسټونو پر وړاندې د مرستو د کمېدو اغېز» په نوم په خپل راپور کې ویلي چې افغانستان ته د بهرنیو مرستو کمېدو د دغو بنسټونو پر مالي حالت او د فعالیت پر وړتیاوو ډېر اغېز کړی دی. دا راپور د ۲۰۲۶ کال په اپرېل میاشت کې د ۷۴ ښځینه بنسټونو د یوې سروې پر بنسټ چمتو شوی او په کې د دغو بنسټونو حالت او د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ وروسته د مالي مرستو د کمېدو اغېزې څېړل شوې دي. د دې راپور د موندنو له مخې، ۷۲ سلنه څېړل شوو بنسټونو په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د بودجې له کمېدو سره مخ شوي دي. همدارنګه…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځو ۸۲ سلنه بنسټونه د تړل کېدو له خطر سره مخ دي
Sources
External sources
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځو ۸۲ سلنه بنسټونه د تړل کېدو له خطر سره مخ دي