کلات (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۵): د زابل امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي دي. د زابل د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د شاجوی ولسوالۍ اړوند د اندړو کوټۍ په سیمه کې د کندهار ـ کابل پر لویه لار د یوه ټیلر او کرولا ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. سرچینه وایي چې په دې پېښه کې درې کسان مړه شوي دي. امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعDiplomacy
منابع1
بهروزرسانی2026-09-29 10:32:02
خط زمانی
-
Pajhwok
زابل کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي