کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۵): د بېلاروس د عامې روغتیا وزیر د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د درملو، طبي تجهیزاتو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د مسلکي او علمي تجربو د تبادلې په برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې کړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د روغتیا له وزیر هودژایف الکساندر سره د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه لیدنه وکړه. سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې افغانستان ته د درملو پر واردولو، طبي تجهیزاتو، د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت پر لوړولو او د څېړنیزو معلوماتو پر تبادلې سربېره، پر بېلابېلو روغتیايي موضوعاتو خبرې وشوې. جلالي ویلي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره روغتیايي همکارۍ پراخې کړي او د مسلکي تجربو، طبي تجهیزاتو، درملو او روغتیايي خدمتونو په برخو کې له همکاریو څخه د هېواد د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي. د خبرپاڼې له مخې، د بېلاروس د روغتیا وزیر هودژایف الکساندر هم د افغانستان له روغتیايي سکتور سره همکاریو ته په اشارې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د درملو، طبي تجهیزاتو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د عامې روغتیا وزیر له خپل بېلاروسي سیال سره د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
سرچینې
Afghan sources
د عامې روغتیا وزیر له خپل بېلاروسي سیال سره د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې