افغانستانامنیتپښتوجوزجان

جوزجان کې یوه ښځه د خپل مېړه د وژلو په تور نیول شوې… — Pajhwok

روان خبرSecurityجوزجان1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-29 11:27:06🎙 راډیو واورئ

شبرغان (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۵): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې یوه ښځه د خپل مېړه د وژلو په تور نیول شوې ده. د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک ته وویل: «امنیتي ځواکونو د خانقاه ولسوالۍ په شاه‌میرزا کلي کې یوه ښځه چې د خپل مېړه قاتله پېژندل شوې، نیولې ده.» حلیمي زیاته کړه چې یادې ښځې تېره شپه (دوشنبه، د تلې۶مه) خپل مېړه د تومانچې په ډزو وژلی دی. هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو له دې ښځې یوه تومانچه هم ترلاسه کړې ده. د جوزجان امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

لنډ معلومات

ځایجوزجان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-29 11:27:06

مهالوېش

  1. Pajhwok

    جوزجان کې یوه ښځه د خپل مېړه د وژلو په تور نیول شوې ده

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-29 15:56:36

جوزجان کې یوه ښځه د خپل مېړه د وژلو په تور نیول شوې ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button