شبرغان (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۵): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې یوه ښځه د خپل مېړه د وژلو په تور نیول شوې ده. د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک ته وویل: «امنیتي ځواکونو د خانقاه ولسوالۍ په شاهمیرزا کلي کې یوه ښځه چې د خپل مېړه قاتله پېژندل شوې، نیولې ده.» حلیمي زیاته کړه چې یادې ښځې تېره شپه (دوشنبه، د تلې۶مه) خپل مېړه د تومانچې په ډزو وژلی دی. هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو له دې ښځې یوه تومانچه هم ترلاسه کړې ده. د جوزجان امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
اطلاعات کوتاه
مکانجوزجان
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-09-29 11:27:06
خط زمانی
-
Pajhwok
جوزجان کې یوه ښځه د خپل مېړه د وژلو په تور نیول شوې ده