EnglishPoliticsافغانستانغور

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: د افغانستان سرپرست حکومت باید له «وسله‌وال ذهنیت» څخه ووځي

DevelopingPoliticsغور1 SourcesUpdated: 2026-09-29 12:10:45🎙 Listen to radio

د پاکستان رسنیو نن راپور ورکړی د دغه هیواد د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت باید له خپل «وسله‌وال ذهنیت» څخه ووځي او د سیاستوالۍ او د هیواد ذهنیت غوره کړي. هغه دغه موضوع د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټولو اوسنیو ستونزو جرړه بللې ده. د پاکستان او افغانستان اړیکې په تېرو څو کلونو کې ترینګلې شوې دي، ځکه اسلام‌اباد په پرله‌پسې ډول د پولې له هغې غاړې څخه د ترهګرۍ په اړه اندېښنه څرګندوي. د سپټمبر میاشتې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو ځل بیا نښته هم وشوه. عطاالله تارړ نن په اسلام‌اباد کې د افغانستان او د سولې د امکاناتو په اړه یوه سیمینار ته په وینا کې د افغانستان حالت «افغان ستونزه یا افغانه معما» وبلله. هغه وویل، دا یوه «ډېره پېچلې» ستونزه ده او د حل لپاره یې اوږدمهاله، دوامدار او پایدار حل ته اړتیا ده. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وویل: «د افغانستان سرپرست حکومت باید له خپل وسله‌وال ذهنیت څخه ووځي او د یوه سیاستوال یا د حکومت په څېر ذهنیت غوره کړي.» هغه زیاته کړه: «پاکستان او افغانستان ګاونډیان وو، دي او وي به. موږ نړیوالې پولې، اړیکې او ګډې تړاوونه لرو، خو زموږ تېر وخت له ستونزو ډک و.» تارړ بیا ټینګار وکړ چې پاکستان پر سولې او سوله‌ییز ګډ ژوند باور لري، خو پوښتنه…

Quick facts

Locationغور
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-29 12:10:45

Timeline

  1. Parstoday

    د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: د افغانستان سرپرست حکومت باید له «وسله‌وال ذهنیت» څخه ووځي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-29 12:05:14

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: د افغانستان سرپرست حکومت باید له «وسله‌وال ذهنیت» څخه ووځي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button