Summary: د کاپیسا ولایت ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ څخه کابل ښار ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد پروژې تخنیکي څېړنې او ډیزاین چارې د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست او د کاپیسا، پروان او کابل ولایتونو د والیانو په شتون کې پیل شوې. د دغو څېړنو د پیل په مراسمو کې د کاپیسا والي قاري احسانالله بریال وویل، چې د یادې پروژې پیل د کابل ښار د اوبو رسولو په برخه کې مهم ګام دی او د پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار د اوسېدونکو د اوبو د کمښت ستونزې تر یوه بریده حل شي. ورته مهال د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور هم د دغې پروژې د تخنیکي څېړنو پیل د کابل ښار اوسېدونکو ته مبارکي وویله او ویې ویل، چې په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د لویو پروژو د پلي کېدو او جوړولو چارې روانې دي. همداراز د کابل والي ملا امینالله عبید وویل چې د دغې پروژې پیل په کابل ښار کې د اوبو د کمښت ستونزې د حل په برخه کې مهم اقدام دی او اسلامي امارت هڅه کوي، چې ټولګټې پروژې پلې کړي. ورپسې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده وویل، چې کابل ته د اوبو د لېږد لپاره اړینې څېړنې ترسره شوې او د اوبو د لېږد بېلابېلې لارې تر مطالعې لاندې نیول شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې له پنجشېر څخه د اوبو لېږد ښايي په کاپیسا او پروان ولایتونو کې د کرنې د اړتیا وړ اوبو پر برابرولو اغېز وکړي؛ له همدې امله د ترسره شویو څېړنو او شوې هوکړې له مخې، د اوبو د لېږد لپاره د صیاد سیمه غوره شوې ده. هغه وویل چې دغه پروژه به د کورنیو انجینرانو له لوري طرحه او ډیزاین شي او د دغه وزارت هڅه کوي، چې تخنیکي او عملي چارې پر ټاکلي وخت بشپړې کړي. د نوموړي په وینا، د دغې پروژې اوبه به نوي کابل ښار ته ولېږدول شي او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د یوه بل بند پروژه هم پرانیستل شي. د یادونې وړ ده، چې د اوبو د لېږد د دغې پروژې اوږدوالی شاوخوا ۵۵ کیلومتره اټکل شوی او ټاکل شوې چې هر کال شاوخوا ۱۹۸ میلیونه متر مکعبه اوبه کابل ښار ته ولېږدوي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
کاپیسا څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې تخنیکي څېړنې پیل شوې
سرچینې
Afghan sources
کاپیسا څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې تخنیکي څېړنې پیل شوې