Developmentافغانستانپښتوننګرهار
پر بېرته راستانه شویو هېوادوالو ۵۵ زره نمرې وېشل شوې دي — Bakhtar
Summary: د کور او ښار جوړولو وزارت د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمیټې له لوري په ۲۱ ولایتونو کې پر بېرته راستنو شویو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر دوام لري. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، پرون په ننګرهار کې ۴۵۶، فراه کې ۱۱۰، هلمند کې ۲۴، فاریاب کې ۳۲۰ او بلخ کې پر ۱۴۰ راستانه شویو کورنیو نمرې وېشل شوي دي.د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمیټې د هڅو په پایله کې تر دې دمه په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۵۵ زره ۲۸۵ ته لوړ شوی دی.کډوالي چې یوه نړيواله ستونزه ده د اسلامي امارت مسوولینو په وار وار په اړونده برخه کې یې له ښکېلو سازمانونو او همکارو ادارو غوښتي چې د افغان کډوالو د لاسنیوي په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.
لنډ معلومات
ځایننګرهار
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-07-01 12:29:22
مهالوېش
-
Bakhtar
پر بېرته راستانه شویو هېوادوالو ۵۵ زره نمرې وېشل شوې دي