د ۱۳۷۵ کال د تلې په ۵مه، د ۱۹۹۶ کال د سپتمبر پر ۲۷مه، طالبان کابل ته ننوتل. په همدې ورځ وسلهوال د ملګرو ملتونو هغې ودانۍ ته ورغلل چې د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله له ۱۳۷۱ کال راهیسې پکې پناه اخیستې وه. د ملګرو ملتونو د هغه وخت د راپور له مخې، هغوی لومړی نجیب الله په زور له ودانۍ وایست او لږ وروسته یې د هغه ورور شاهپور احمدزی هم له هغه ځایه بوت. د دواړو جسدونه وروسته د کابل په اریانا څلورلاره کې ځوړند وموندل شول.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-09-29 18:16:49
خط زمانی
-
Bbc
د نجیب الله له وژل کېدو دېرش کاله وروسته؛ فتانه نجیب د خپل ژوند کیسه کوي
منابع
External sources
BbcPS
2026-09-29 08:51:53
د نجیب الله له وژل کېدو دېرش کاله وروسته؛ فتانه نجیب د خپل ژوند کیسه کوي