Politicsافغانستانپښتوغور

غور کې د قیمتي ډبرو د درېیو کانونو د استخراج چارې پیل شوې — Bakhtar

روان خبرPoliticsغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-01 12:29:25🎙 راډیو واورئ

Summary: د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ اړوند په خونیه سیمه کې پرون د عقیقو د درېیو کانونو د استخراج چارې پیل شوې. د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي عبدالحکیم حکمت باختراطلاعاتي اژانس ته ویلي چې د دغه کانونو د استخراج چارې له خصوصي سکټور سره لاسلیک شوي او له استخراج وروسته به یې پلور د ازادۍ داوطلبۍ له مخې ترسره شي.د قراردادي شرکتونو استازو ویلي، هڅه کوي د دغو قیمتي ډبرو استخراج د ټاکلو معیارونو پر بنسټ ترسره کړي او له مخې به یې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.د سیمې اوسېدونکو د کانونو د معیاري اسخراج په برخه کې دا اقدام ستایلی او د اسلامي امارت د مسوولینو له هڅو یې هرکلی کړی دی.د غور د کانونو ریاست د شمېرو له مخې، په دې ولایت کې ټولټال ۱۷۲ کانونه ثبت شوي، چې له دې ډلې یې ۱۱ کانونه د سروې او استخراج لپاره خصوصي شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي دي.

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-01 12:29:25

مهالوېش

  1. Bakhtar

    غور کې د قیمتي ډبرو د درېیو کانونو د استخراج چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-01 09:49:57

غور کې د قیمتي ډبرو د درېیو کانونو د استخراج چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button