کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، د علماوو شورا لایحه چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري تدوین او صادره شوې، په رسمي جریده کې خپره شوې ده. د عدلیې وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه وزارت د علماوو شورا لائحه چې د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا تدوین او صادره شوې ده، په رسمي جریده کې خپره کړې ده. سرچینه زیاتوي، یاده لائحه یوه مقدمه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري چې د دې شورا جوړښت، دندې، صلاحیتونه او مسوولیتونه پکې روښانه شوي، دغهراز منظم او شرعي حدودو یې تعیین شوي، څو له مخې یې خپلې اړوندې چارې د اسلامي نظام په چوکاټ کې پر مخ یوسي. یاد وزارت لیکلي، د دې لائحې لومړی باب د شورا جوړښت، مسوولیتونو او دندو ته ځانګړی شوی او دوه فصلونه لري؛ لومړی فصل د شورا د جوړښت څرنګوالي او د هغې د اعضاوو مواصفات او دویم فصل د شورا مسوولیتونه او دندې تنظیموي. د دې لائحې له مخې، د ولایتونو او ولسوالیو په کچه شورا لپاره رییس، معاون، اداري مسوول او مالي مسوول په پام کې نیول شوي او نور اعضاء یې هم د اړتیا پر اساس ټاکل کېږي. د لائحې له مخې، د علماوو شورا غړي باید دیني عالمان او یا د سیمې په کچه منل شوي شخصیتونه وي، له خلکو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د علماوو شورا لایحه په رسمي جریده کې خپره شوه