EnglishKabulافغانستانامنیت

د فلای‌دبي یوې الوتکې په سعودي عربستان کې بېړنۍ ناسته کړې — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-30 07:57:04🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د فلای‌دبي یوه سوداګریزه الوتکه چې له دوبۍ څخه د اسرائیل پر لور روانه وه، له بېړني خبرداري وروسته په سعودي عربستان کې ناسته کړې؛ دې پېښې د احتمالي الوتکې‌تښتونې اندېښنې هم رامنځته کړې او اسرائیل جنګي الوتکې پورته کړې دي. اسوشیټېډ پرېس نن راپور ورکړی، یاده الوتکه د متحده عربي اماراتو له دوبۍ څخه اسرائیل ته روانه وه چې پیلوټان یې اړ شول د سعودي عربستان په تبوک کې بېړنۍ ناسته وکړي؛ تبوک هم ملکي او هم پوځي اډه لري. د عامه الوتنو د څار معلومات ښيي چې د فلای‌دبي الوتکې له الوتنې لږ وروسته بېړنی خبرداری لېږلی و. د راپور له مخې، اسرائیلي رسنیو د امنیتي چارواکو له قوله ویلي چې پېښه د الوتکې د دوو پیلوټانو ترمنځ د شخړې له امله رامنځته شوې وه او ټولې سپرلۍ خوندي دي. یوه سیمه‌ییز چارواکي چې د پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي وو، اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې د الوتکې په کابین کې شخړه شوې او ظاهراً پیلوټان پکې ښکېل وو، خو سمدستي نه وه روښانه چې شخړه د څه له امله رامنځته شوې وه. یوه بل چارواکي تایید کړې چې اسرائیل د الوتکې د احتمالي تښتونې له وېرې جنګي الوتکې پورته کړې وې، ځکه په الوتکه کې د اسرائیل لسګونه اتباع سپاره وو. په راپور کې راغلي چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-30 07:57:04

Timeline

  1. Pajhwok

    د فلای‌دبي یوې الوتکې په سعودي عربستان کې بېړنۍ ناسته کړې

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-30 12:26:39

د فلای‌دبي یوې الوتکې په سعودي عربستان کې بېړنۍ ناسته کړې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button