Politicsافغانستانپښتوننګرهار

د تورخم له لارې له ۲۶ زرو ډېرې افغانې کورنۍ راستنې شوې

روان خبرPoliticsننګرهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-30 08:02:16🎙 راډیو واورئ

د افغانستان ننګرهار ولایت اړوند د تورخم عمري لنډ مهاله مېشت‌غالي د راستنو شویو کډوالو د ثبت او راجستر مسوول همیش سعید وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې د تورخم له لارې ۲۶ زره او ۸۱ افغانې کډوالې کورنۍ له ګاونډي هېواد څخه افغانستان ته راستنې شوې دي. هغه وایي، د دغو کورنیو د غړو شمېر ۱۳۸ زره او ۳۶۷ تنو ته رسېږي، چې له ثبت او راجستر او نورو اداري پړاوونو تر بشپړېدو وروسته د حکومت او مرستندویه ادارو د مرستو وېش مرکز ته ورپېژندل شوي دي. د همیش سعید په وینا، راستنې شوې کورنۍ له لازمو مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته استول شوې دي. نوموړی زیاتوي، د پخوا په پرتله راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د ثبت، راجستر او نورو اداري پړاوونو د ترسره کولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

لنډ معلومات

ځایننګرهار
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-30 08:02:16

مهالوېش

  1. Parstoday

    د تورخم له لارې له ۲۶ زرو ډېرې افغانې کورنۍ راستنې شوې

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-30 07:53:43

د تورخم له لارې له ۲۶ زرو ډېرې افغانې کورنۍ راستنې شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button