کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د غزې روغتیايي چارواکي وايي، په غزه ښار کې د اسرائیلو په دوو جلا هوايي بریدونو کې لږ تر لږه پنځو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ نور ټپیان دي. رویټرز د غزې د روغتیايي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسرائیلو د غزې ښار د «تلالهوا» په سیمه کې پر یوه موټر هوايي برید کړی چې له امله یې څلورو کسانو ژوند بایللی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. سرچینه زیاتوي، اسرائیلو د غزې ښار په بله سیمه کې هم پر یوه اپارتمان هوايي برید کړی چې په کې یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی دی. فلسطیني چارواکي وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له جګړې راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۷۴ زرو ډېرو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
Quick facts
LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-30 15:13:40
Timeline
-
Pajhwok
غزه کې د اسرائیلو په دوو بریدونو کې ١٩ فلسطینیانو ته مرګژوبله اوښتې
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-09-30 19:31:39
غزه کې د اسرائیلو په دوو بریدونو کې ١٩ فلسطینیانو ته مرګژوبله اوښتې