Summary: د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په صد مردې سیمه کې د سره صلیب په مالي ملاتړ او د افغاني سرې میاشتې تر څارنې لاندې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. په روزګان کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس مولوي ثناءالحق حقاني باختر اژانس ته ویلي، چې دغه استنادي دېوال ۳۰۰ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی لري، چې د سیمې کانال د خوندیتوب او د اوبو د تخریبي اغېزو د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی. هغه وویل، چې د یادې پروژې له لارې ۳۴ مسلکي او غیرمسلکي کسانو ته د یوې میاشتې لپاره د کار زمینه هم برابره شوې وه. نوموړي د پروژې د مالي او تخنیکي ملاتړ له امله د نړیوال سره صلیب له ادارې مننه کړې او د ورته پروژو د دوام غوښتنه یې کړې ده. ورته مهال د یاد ولایت د حوادثو مدیر صدیقالله مفتون ویلي، چې د پروژې په پلي کېدو کې هڅه شوې، څو له یوې خوا د سیمې اړتیاوو ته رسېدنه وشي او له بلې خوا خلکو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
روزګان کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې
منابع
Afghan sources
روزګان کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې