Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري، نن د «فاین سټار» ګروپ او «ازره ګرین سټون» د استخراج او پروسس شرکتونو له استازو سره د سربو او جستو د معیاري پروسس کارخونې د انتقال او نصب په برخه کې د پانګونې په موخه هوکړهلیک لاسلیک کړی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا هدايت الله بدري، د یاد هوکړهلیک د لاسلیک کولو پر مهال وویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی د کانونو د استخراج او پروسس او همدا رنګه د اړوندو کارخونو جوړولو په برخه کې ټولو پانګه والو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه زیاته کړې چې د کانونو او پټرولیم وزارت، د هېواد د کانونو د پروسس او په دې برخه کې د پانګونې پراختیا لپاره د خصوصي برخې ملاتړ کوي. د یادو شرکتونو استازو هم د هوکړهلیک له مخې، د شويو ژمنو د عملي کولو ډاډ ورکړی دی.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د کانونو او پټرولیم وزارت له فاین سټار ګروپ او ازره ګرین سټون شرکتونو سره هوکړهلیک لاسلیک کړ
Sources
Afghan sources
د کانونو او پټرولیم وزارت له فاین سټار ګروپ او ازره ګرین سټون شرکتونو سره هوکړهلیک لاسلیک کړ