Summary: د پکتیکا ولایت په ډیله ولسوالۍ کې د ۱۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ډیله، وازیخوا او تروو ولسوالیو ته د غځېدلو لویو لارو د جغل اچولو چارې پیل شوې. د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد باختر اژانس ته وویل چې د خلکو د غوښتنې له مخې، د یادو درېیو ولسوالیو د لویو لارو د جغل اچولو چارې پیل شوې دي. ورته مهال، د پکتیکا د علماوو شورا رئیس شیخ عبدالقدوس اعظمي وویل، چې د یادو رغنیزو چارو ترڅنګ د وازیخوا او تروو ولسوالیو روغتونونو ته د مجهزو امبولانسونو د برابرولو چارې هم په پام کې نیول شوې دي. د پکتیکا والي په یحییخېلو ولسوالۍ کې له قومي مشرانو سره هم وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې.
Quick facts
Locationپکتیکا
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-30 17:14:30
Timeline
-
Bakhtar
پکتیکا کې د ۱۳۰ زره ډالرو په لګښت د لویو لارو د جغل اچولو چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
BakhtarPS
2026-09-30 15:20:59
پکتیکا کې د ۱۳۰ زره ډالرو په لګښت د لویو لارو د جغل اچولو چارې پیل شوې