Kabulافغانستانامنیتپښتو

طالبان د ایران په خلاف هوايي بندیزونو کې شریک نه شول

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-01 02:05:12🎙 راډیو واورئ

د ایران د هوايي چلند پر صنعت د امریکا د نویو بندیزونو له لګېدو سره سره، کابل ته د ایراني شرکتونو الوتنې لا هم دوام لري. د فارس خبري اژانس د افغانستان دطلوع‌نیوز له قوله خبر ورکړی چې د امریکا له خوا د هوايي چلند پر سکتور له بندیزونو سره سره د ایران ټول هوايي شرکتونه افغانستان ته الوتنې کوي. څه موده وړاندې د امریکا د خزانې وزارت د نویو بندیزونو په یوې ټولګې کې د ایران ۲۷ هوايي شرکتونه د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي وو، چې کابل ته په الوتنو کې د فعالو هوايي شرکتونو نومونه هم په دغه نوملړ کې شامل دي. طلوع‌نیوز لیکلي چې اوس مهال څو ایراني هوايي شرکتونه په افغانستان کې د کابل ـ تهران او کابل ـ مشهد پر مسیرونو الوتنې کوي. په دغو شرکتونو کې ایران‌تور، ایران‌ایر، تابان، ساها، معراج او وارش شامل دي، چې په دوامداره توګه مسافر او بار لېږدوي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-01 02:05:12

مهالوېش

  1. Parstoday

    طالبان د ایران په خلاف هوايي بندیزونو کې شریک نه شول

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-01 01:56:37

طالبان د ایران په خلاف هوايي بندیزونو کې شریک نه شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button