Englishافغانستانامنیتهرات

په اسلام‌قلا کې د تېلو او ګیس د ۱۰ زره ټنه زېرمتون جوړول تصویب شول

DevelopingSecurityهرات1 SourcesUpdated: 2026-10-01 02:10:24🎙 Listen to radio

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هرات ولایت د اسلام‌قلا په ګمرک کې د تېلو او ګیس د تخلیې او بارولو د ۱۰ زره ټنه ظرفیت لرونکو تاسیساتو د جوړولو طرحه تصویب شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، دغه طرحه د افغانستان د بین‌الوزارتي پانګونې کمېټې په غونډه کې وڅېړل شوه او له هر اړخیز بحث او ارزونې وروسته تصویب شوه. د دې طرحې له مخې، د افغانستان خصوصي سکتور به د اسلام قلا په سرحد کې د تېلو او ګازو د زېرمه کولو تاسیسات او اړوندې نورې زېربناوې جوړې کړي. د اقتصادي مرستیالۍ په وینا، د دغو تاسیساتو د زېرمه کولو ظرفیت به ۱۰ زره ټنه وي. د پروژې له بشپړېدو وروسته به په افغانستان کې د تېلو او ګازو سوداګرو ته د توکو د زېرمه کولو اسانتیاوې زیاتې او لګښتونه یې راکم شي. تمه ده چې دغه پروژه په افغانستان کې شاوخوا درې زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي. د هرات ولایت اسلام‌کلا ګمرک د افغانستان او ایران پر پوله، د ایران د دوغارون سرحد ته څېرمه پروت دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

Quick facts

Locationهرات
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-01 02:10:24

Timeline

  1. Parstoday

    په اسلام‌قلا کې د تېلو او ګیس د ۱۰ زره ټنه زېرمتون جوړول تصویب شول

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-01 02:05:24

په اسلام‌قلا کې د تېلو او ګیس د ۱۰ زره ټنه زېرمتون جوړول تصویب شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button