Englishافغانستانامنیتهلمند

په افغانستان د پاکستان بریدونو کې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې + ویډیو

DevelopingSecurityهلمند1 SourcesUpdated: 2026-10-01 03:36:18🎙 Listen to radio

چارواکي وایي، د افغانستان په هلمند او کونړ ولایتونو تېره شپه د پاکستان الوتکو بریدونه کړي، چې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ایکس پاڼه کې لیکلي:، دغه بریدونه د کونړ په شلطن ولسوالۍ چوګام او د هلمند ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمو کې د ملکي وګړو په کورونو شوي، چې له امله یې درې د استوګنې کورونه م نړیدلي. هغه زیاته کړې، موږ دغه جنایت غندو او د ټولو منل شوو اصولو خلاف تجاوز او جنایت یې بولو. سیمه ییزې سرچینې وایي، په دغه پېښه کې د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ د ۴ ملکي وګړو د وژل کېدو او ۶ نورو د ټپي کېدو سربېره درې ماشومان لادرکه هم دي. تر اوسه د دغه بریدونو په اړه پاکستان څه ندي ویلي. دا روانه میاشت کې درېیم ځل دی چې پاکستان د افغانستان په خاوره برید کوي، چې افغان چارواکو یې درې واړه بریدونه په ملکي سیمو ښودلي، خو پاکستان ادعا کړې، چې په بریدونو کې د پاکستاني طالبانو تحریک مرکزونه په نښه کړي دي.

Quick facts

Locationهلمند
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-01 03:36:18

Timeline

  1. Parstoday

    په افغانستان د پاکستان بریدونو کې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې + ویډیو

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-01 03:30:59

په افغانستان د پاکستان بریدونو کې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې + ویډیو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button