EnglishKabulافغانستانامنیت

یواېن‌اوډي‌سي: افغانستان کې د کوکنارو تولید له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۹۵ سلنه کم… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-01 14:02:24🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (UNODC) د ۲۰۲۶ کال د نشه‌يي توکو نړۍوال راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د کوکنارو تولید ۹۵ سلنه کم شوی او دغه بدلون د اپیوني توکو پر نړۍوال بازار د پام وړ اغېز کړی دی. د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د ۲۰۲۶ کال د نشه‌يي توکو نړۍوال راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د تولید بې‌ساری کمښت د اپیوني توکو نړۍوال بازار کې یو مهم بدلون بلل کېږي. په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د تولید له ۹۵ سلنه کمېدو وروسته، موجودې هیرويین زېرمې هم په تدریجي ډول د ختمېدو په حال کې دي او دغه وضعیت د نشه‌يي توکو قاچاقبران دې ته اړ کړي چې د هیرويین لپاره بدیلونه ولټوي. د راپور له مخې، مصنوعي اپیوني توکو، لکه فنټانیل، نیټازینونو او اورفینونو ته د لاسرسي زیاتوالی ښيي چې د قاچاق شبکې هڅه کوي د دغو توکو په انتخاب سره د افغانستان د تولید د کمښت له امله د هیروئینو رامنځته شوی کمښت جبران کړي؛ هغه بهیر چې د اپیوني توکو په نړۍوال بازار کې دوامدار بدلونونه رامنځته کولی شي. سرچینې لیکلي، سره له دې چې په میانمار کې د تریاکو تولید په…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-01 14:02:24

Timeline

  1. Pajhwok

    یواېن‌اوډي‌سي: افغانستان کې د کوکنارو تولید له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۹۵ سلنه کم شوی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-01 07:07:27

یواېن‌اوډي‌سي: افغانستان کې د کوکنارو تولید له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۹۵ سلنه کم شوی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button