EconomyKabulافغانستاندری

بلاروس غواړي افغانستان ته د ماشین‌الاتو تولیدي شرکتونو نماینده‌ګۍ راولېږدوي — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-01 06:53:34🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د بلاروس چارواکو افغانستان ته د ماشین‌الاتو، په ځانګړې توګه د تراکتورونو، د کانونو په استخراج کې د کارېدونکو وسایلو او وسایطو د تولیدوونکو شرکتونو د نماینده‌ګیو رالېږدولو لېوالتیا ښودلې ده. دغه وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ بلاروس جمهوریت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د صنعت له وزیر سره لیدلي دي. سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د تولیدي کارخونو جوړولو، د صنعتي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د افغانستان – بلاروس سوداګریز فورم د منظم جوړېدو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمېسیون د مطرح شوو موضوعاتو د تعقیب په اړه خبرې او نظرونه تبادله شوي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې بلاروسي لوري په دغه هېواد کې د صنعت په نړۍوال نندارتون کې د افغانستان د ګډون له امله د مننې ترڅنګ، افغانستان ته د ماشین‌الاتو، په ځانګړې توګه د تراکتورونو، د کانونو د استخراج برخه کې د کارېدونکو وسایلو او وسایطو د شرکتونو د نماینده‌ګیو د لېږد لېوالتیا ښودلې ده. دغه وزارت ویلي چې د بلاروس جمهوریت دویم نړۍوال صنعتي نندارتون د بېلابېلو هېوادونو د شاوخوا ۵۰۰ شرکتونو په ګډون جوړ شوی او د اروپايي او اسیایي هېوادونو یو شمېر وګړي هم ترې لیدنه کوي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-01 06:53:34

خط زمانی

  1. Pajhwok

    بلاروس غواړي افغانستان ته د ماشین‌الاتو تولیدي شرکتونو نماینده‌ګۍ راولېږدوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-01 11:22:03

بلاروس غواړي افغانستان ته د ماشین‌الاتو تولیدي شرکتونو نماینده‌ګۍ راولېږدوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button