DevelopmentKabulافغانستاندری

په درېیو ولایتونو کې نږدې ۱۳۰۰ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې… — Pajhwok

در حال تکمیلDevelopmentKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-01 10:13:03🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د کور او ښارجوړولو وزارت وایي، په تېره یوه اونۍ کې په ننګرهار، کندوز او سمنګان ولایتونو کې ۱۲۸۵ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي. د کور او ښارجوړولو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په ځینو ولایتونو کې راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرو د وېش لړۍ په چټکۍ سره دوام لري. سرچینه زیاتوي، د تېرې یوې اونۍ په جریان کې په درېیو ولایتونو کې ۱۲۸۵ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي. دغه وزارت لیکلي چې له یادې ډلې په ننګرهار کې ۸۰۰، په کندوز کې ۴۵۰ او په سمنګان ولایت کې ۳۵ راستنو شوو کډوالو کورنیو ته د ځمکې نومرې ورکړل شوي. د کور او ښارجوړولو وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۷۳ زره او ۱۰۲ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې او دا لړۍ په منظمه او چټکه توګه رواانه ده. #راستنېدونکي_کډوال #ځمکې_نمرې #کور_او_ښار_جوړولو_وزارت #ننګرهار #Returnees #LandDistribution #Refugees #Afghanistan

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-01 10:13:03

خط زمانی

  1. Pajhwok

    په درېیو ولایتونو کې نږدې ۱۳۰۰ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-01 14:42:42

په درېیو ولایتونو کې نږدې ۱۳۰۰ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button