د روسیې بهرنیو چارو وزارت له افغانستان او پاکستان وغوښتل، چې د وروستیو ترینګلتیاوو د پای ته رسولو لپاره خپل اختلافونه د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې پر ختیځو سیمو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته نغوته شوې او دا پېښه یې «غملړلې» بللې ده. مسکو ټینګار کړی، چې اسلامآباد او کابل باید وسلهوالې نښتې پای ته ورسوي او خپل اختلافونه د سیاست او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان افغانستان د وسلهوالو ډلو پر پناه ورکولو تورنوي؛ خو اسلامي امارت دا تور ردوي او څرګندوي: په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد خپله کورنۍ مسئله ده؛ اسلامي امارت هیچاته اجازه نهورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي. هیڅ ګاونډ هېواد خپل بل ګاونډی له منځه وړلی نهشي؛ جګړه د حل لار نهده – عبدالسلام حنفي د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو کمېدا میلیونونه کسان له بحران سره مخ کړي د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ز. کال په وروستیو کې د بنسټیزو ودانیو پر ډلو له خونړیو بریدونو او امنیتي اندېښنو وروسته د دې پروژې چارې درېدلې وې. هغه مهال د چین حکومت هم له خپلو وګړو غوښتي وه، چې سرحدي سیمې پرېږدي. اوراسیانټ رسنۍ راپور ورکړی، چې چینایي کارګر له څو میاشتو ځنډ وروسته د تاجکستان د دوشنبه–کولما لویې لارې د…
Quick facts
Timeline
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
Sources
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News