EnglishKabulافغانستانامنیت

اروزګان کې یوه ځوان له کورني جنجال وروسته ځان‌وژنه کړې ده — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-01 11:07:02🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یوه ځوان له کورني جنجال وروسته ځان‌وژنه کړې ده. د اروزګان د امنيې قوماندانۍ وياند بلال اروزګاني نن پژواک ته وويل، ياده پېښه تېره ورځ ناوخته د ترينکوټ ښار اړوند په سرخوم سيمه کې شوې ده. هغه زياته کړه، ياد ځوان په خپل کور کې له کورنۍ سره تر جنجال وروسته ځان راځوړند کړی و. بلخوا، د سیمي اوسېدونکي د وژل شوي ځوان نوم ذبيح‌الله یادوي او وایي چې هغه د ترينکوټ ښار اړوند د کښته سرخوم سيمې اوسېدونکی و. د پېښې د علت او نورو جزئياتو په اړه تر اوسه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-01 11:07:02

Timeline

  1. Pajhwok

    اروزګان کې یوه ځوان له کورني جنجال وروسته ځان‌وژنه کړې ده

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-01 15:36:44

اروزګان کې یوه ځوان له کورني جنجال وروسته ځان‌وژنه کړې ده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button