Englishافغانستانامنیتتخار

تخار; په یوه کان کې بند پاتې ۱۰ کسان وژغورل شول — Bakhtar

DevelopingSecurityتخار1 SourcesUpdated: 2026-10-01 17:23:43🎙 Listen to radio

Summary: د تخار ولایت د چاه‌ اب ولسوالۍ په یوه کان کې د ځمکې ښوېدنې له امله بند پاتې ۱۰ کسان د ژغورنې ډلې له لوري ژوندي را و ایستل شول. د تخار د والي ویاند محمد عارف عارف باختر اژانس ته ویلي، چې د یادو کسانو د ژغورنې عملیات د ولایت د والي مولوي سمیع‌الله حزب‌الله او یو شمېر لوړپوړو امنیتي مسوولینو په شتون کې ترسره شول. د نوموړي په وینا، د ژغورنې ډلې ټول بند پاتې کسان په بریالیتوب سره له کان څخه را واېستل. هغه زیاته کړې، چې د ژغورنې تر عملیاتو مخکې له بند پاتې کسانو سره اړیکه ټینګه شوې وه او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اکسیجن برابرولو ترڅنګ لازمې هڅې هم روانې وې.

Quick facts

Locationتخار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-01 17:23:43

Timeline

  1. Bakhtar

    تخار; په یوه کان کې بند پاتې ۱۰ کسان وژغورل شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-01 16:42:37

تخار; په یوه کان کې بند پاتې ۱۰ کسان وژغورل شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button