Summary: د سمنګان ولایت په کوز دره صوف ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او یوې ماشومې په ګډون اته تنه ټپیان شوي دي. د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني باختر اژانس ته ویلي، چې دغه پېښه د کوز دره صوف ولسوالۍ د زاغ او چبچل سیمو ترمنځ د یوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان د کوز دره صوف ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د منسوبینو له لوري روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.هغه زیاته کړې، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پېښې لامل د موټر چلوونکي بېاحتیاطي او چټکتیا بلل شوې ده.
اطلاعات کوتاه
مکانسمنګان
موضوعHealth
منابع1
بهروزرسانی2026-10-01 17:23:51
خط زمانی
-
Bakhtar
سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه ټپیان شوي