جلالاباد (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د یوه سوزوکي موټر د اوښتو له امله دوه کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد پژواک ته وویل، پېښه د بټيکوټ ولسوالۍ د څلورم فارم په سیمه کې رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه، په پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. حماد د جزییاتو له ورکولو پرته وايی، په ټپیانو کې کوچني ماشومان هم شامل دي. د ده په وینا، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او اوس تر درملنې لاندې دي. امنیه قوماندانۍ له موټرچلوونکو غوښتي چې ترافیکي اصول مراعت کړي، د موټرو سرعت کنټرول کړي او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره له احتیاطه کار واخلي.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
ننګرهار کې ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه، ۱۳ ټپیان دي
Sources
Afghan sources
ننګرهار کې ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه، ۱۳ ټپیان دي