Kabulافغانستانامنیتپښتو

بېنېټ: پاکستان باید افغانستان کې ملکي وګړو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو حساب ورکړي — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-02 04:37:06🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بېنېټ پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې ويلي چې د ملکي وګړو وژنه هيڅ توجيه نه لري او باید د دغه کار حساب ورکړي. بېنېټ پر خپله اېکس‌پاڼه پر کونړ او هلمند د پاکستان پوځي رژیم د وړمې شپې بریدونو په تړاو لیکلي چې پاکستان په یوه بل هوايي برید کې ملکي وګړو ته -چې ډېری یې ماشومان دي- مرګ‌ژوبله اړولې ده. هغه دغه‌راز پوښتنه کړې چې ایا دغه کار د بې‌کفایتۍ، غفلت او که تر دې هم د بد څه پایله ده؟ نوموړي ویلي، هر څه چې وي، ملکي وګړو ته د داسې نه جبرانېدونکي زیان رسولو لپاره هيڅ توجیه نشته او داسې ښکاري چې دغه عمل له نړۍوالو بشري حقونو او بشردوستانه قوانینو سرغړونه ده. دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) تاييد کړې چې پر کونړ او هلمند ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۹ نور ټپیان دي چې ډېری یې ماشومان دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم پرون ویلي وو چې پاکستاني الوتکو د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمو کې د عامو خلکو پر…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-02 04:37:06

مهالوېش

  1. Pajhwok

    بېنېټ: پاکستان باید افغانستان کې ملکي وګړو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو حساب ورکړي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-02 09:05:14

بېنېټ: پاکستان باید افغانستان کې ملکي وګړو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو حساب ورکړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button