KabulPoliticsافغانستاندری

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر… — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-02 08:07:01🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۵): د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به د روانې اکتوبر میاشتې په پنځمه د مسکو فارمت په غونډه کې مطرح شي او مسکو چمتو دی چې د دواړو لورو ترمنځ د جوړجاړي په موندلو کې مرسته وکړي. د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس راپور ورکړی چې کابلوف «ایزوستیا» ورځپاڼې ته ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ موضوع به د مسکو فارمت په راتلونکې غونډه کې مطرح شي. کابلوف ویلي: «البته، دا موضوع به مطرح شي او موږ چمتو یو چې د مسکو له پلاتفورم څخه په استفادې دواړه لوري د یوه معقول جوړجاړي پر لور وهڅوو.» د راپورونو له مخې د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی ګډون کوي. د راپور له مخې، په یاده غونډه کې به د پاکستان له لوري د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی، په کابل کې د پاکستان سفیر او د بهرني سیاست یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي ګډون ولري. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا مخکې ویلي وو چې د مسکو فارمت اتمه غونډه به د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې د افغانستان، روسیې، پاکستان، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د ځانګړو استازو او لوړپوړو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-02 08:07:01

خط زمانی

  1. Pajhwok

    کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-02 12:35:04

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button