کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۵): د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ وایي، په دغه هېواد کې د روان کال په سپټمبر میاشت کې ۲۲۵ وسلهوال بریدونه ثبت شوي چې دا په تېرو ۱۲ کلونو کې تر ټولو لوړ میاشتنی شمېر دی. پاکستانۍ ورځپاڼې «د نیوز انټرنېشنل» نن د یاد انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې په اګست کې په پاکستان کې ۱۹۹ وسلهوال بریدونه ثبت شوي وو، خو په سپټمبر کې دغه شمېر ۱۳ سلنه زیات شوی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سپټمبر د ۲۲۵ وسلهوالو بریدونو له امله ۲۵۹ کسان وژل شوي او ۲۴۲ نور ټپیان دي؛ په اګست کې بیا د ورته بریدونو له امله ۱۵۸ کسان وژل شوي او ۱۸۱ نور ټپیان وو. راپور وایي، په سپټمبر کې د وسلهوالو بریدونو او د پاکستاني ځواکونو له خوا د ترسره شوو عملیاتو په پایله کې په ټولیز ډول لږ تر لږه ۵۴۵ کسان وژل شوي او ۲۶۱ نور ټپیان دي. د راپور له مخې، په وژل شویو کې ۱۰۳ د پاکستاني ځواکونو غړي، ۸۱ ملکي وګړي، ۱۵ د سولې کمېټو غړي او ۳۴۶ وسلهوال شامل دي. سرجینه زیاتوي، په سپټمبر کې د وسلهوالو پېښو په تړاو ۷۲ کسان تښتول شوي چې دا په تېره یوه لسیزه کې د تښتونو تر ټولو لوړ میاشتنی شمېر دی. د معلوماتو له مخې، بلوچستان په…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
پاکستان کې په سپټمبر کې د وسلهوالو بریدونو شمېر د ۱۲ کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی
منابع
Afghan sources
پاکستان کې په سپټمبر کې د وسلهوالو بریدونو شمېر د ۱۲ کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی