له عراق نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته العربیه خبري شبکې راپور ورکړی، چې د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» په راتلونکو اوونیو کې منځني ختیځ ته د زرګونه نورو سمندري ځواکونو د لېږلو لپاره چمتووالی نیسي. د دې اعدام له ناکامېدو وروسته د ټېنېسي والي په روان کال کې د پاتې ټولو اعدامونو د ترسره کولو بهیر ودرولو او امر یې وکړ چې دا پېښه په خپلواک ډول وڅېړل شي. امریکا د نړۍ له هغو لږو هېوادونو څخه ده چې لا هم د اعدام سزا پکې رسمي ده او په ډېرو ایالتونو کې اعدام د وژونکو درملو د پېچکارۍ له لارې ترسره کېږي. د پایک وکیلانو ویلي چې هغې ته د پنتوباربیتال له دوو دوزونو ورکولو وروسته لا هم زړه درزا کوله او ساه یې اخیسته. دوی د اعدام د ترسره کېدو پر مهال د بېړني غوښتنلیک له لارې د اعدام د درولو او د روغتیايي پاملرنې غوښتنه هم کړې وه. د پایک یوه وکیل، رندي سپایوي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې موکل یې «په نازک حالت کې ده او تر بیړنۍ روغتیايي پاملرنې لاندې ده». هغه زیاته کړه چې لا هم څرګنده نه ده چې دا پېښه به پر پایک څه ډول پایلې ولري. د هغې د وکیلانو په وینا، د اعدام ډلې شاوخوا یو ساعت د مناسب رګ موندلو لپاره هڅه وکړه او څو ځله یې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
امریکا منځني ختیځ ته د ۲۰زره نورو سرتېرو په لېږلو غور کوي
منابع
Afghan sources
امریکا منځني ختیځ ته د ۲۰زره نورو سرتېرو په لېږلو غور کوي