د تېر جمهوري نظام پرمهال د ولسمشر مرستیال او د «افغانستان د زرغون بهیر» بنسټګر امرالله صالح هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې دغه بهیر کوم بل هېواد کې دفتر یا پوځي اډه لري. دغه پرېکړه ښايي د هغه سلګونه افغان ښځو د زدهکړو فرصت لهمنځه یوسي، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله اوس یوازې د انلاین زدهکړو له لارې لوړو زدهکړو ته لاسرسی لري. نیویارک ټایمز پنجشنبه (د تلې ۹مه) د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره سېشنبه د افغانستان امریکايي پوهنتون د راتلونکو دوو کلونو لپاره د ۲۵ مېلیون ډالرو مرستې غوښتنه رد کړې ده. د دغه پوهنتون سرپرست ډیویډ اېډوارډز ویلي، د پوهنتون د فعالیت دوام قرغزستان کې د منځنۍ اسیا له امریکايي پوهنتون سره په همکارۍ پورې تړلی دی. هغه ویلي، چې له دغه پوهنتون سره به همکاري وکړي؛ خو د منځنۍ اسیا امریکايي پوهنتون د زدهکړو (انلاین) پروګرام نهلري، په داسې حال کې چې انلاین زدهکړې اوسمهال په افغانستان کې د ښځو لپاره لوړو زدهکړو ته د لاسرسي یوازینۍ لار ده. د افغانستان امریکايي پوهنتون شاوخوا زر محصلان لري، چې ټول یې په انلاین بڼه زدهکړې کوي. د دغه محصلانو شاوخوا درې پر څلورمه برخه ښځې دي او نږدې ۹۰ سلنه یې په افغانستان کې ژوند کوي. د پوهنتون استادان هم د افغانستان دننه او بهر…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
امرالله صالح: زرغون بهیر له افغانستان نه بهر هېڅ فعال دفتر یا پوځي اډه نهلري
منابع
Afghan sources
امرالله صالح: زرغون بهیر له افغانستان نه بهر هېڅ فعال دفتر یا پوځي اډه نهلري